د موسمياتو محکمي نن ماسپښين په کراچي کښي د باران امکان څرګند کړے دے۔
باغي ټي وي رپورټ
د موسمياتو محکمي وينا ده چي نن د ماسپښين نه په ښار کښي د سخت باران امکان دے چي په مهال به د ښار مختلفو سيمو کښي د باران وريدو امکان شته۔
د هوا پېژندنې اداره وايي، چې اوس مهال د تودوخې درجه ۲۹ درجې ده او د باد سرعت په ساعت کې ۱۰ کیلومتره دی. د موسمیاتو محکمی وینا ده چی نن به د تودوخی درجه د 34 نه تر 36 درجو پوری وی.
ياده دي وي چي د پنجاب پشمول د ملک په مختلفو ښارونو کښي وقفه وقفه سره د باران وريدل جاري دي۔
د پنجاب په مرکزي سيمو کې نن سهار وختي زورور باران پيل شو چې په وقفه يي ډول دوام لري.
لاهور کښې د سخت باران له وجې سړکونه د سيندونو او نهرونو ښکار شروع شوي دي، تر ټولو زيات باران ګلشن راوي کښې 183 ملي ميټره ريکارډ کړے شوے د باران له وجې ښار کښې د بجلۍ نظام ګډوډ شوے دے۔