د پاکستان په ښځو کې د سګرټ څکولو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی په ډاګه شوی دی.

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تمباکو بورډ چارواکو په اسلام اباد کې د پبلک اکاونټس فرعي کمېټۍ ته بریفنګ ورکړ چې پکې ویل شوي وو چې د یوې سروې له مخې په سلو کې ۷۲ ښځې سګرټ څکوي.
په دې اړه د طبي کارپوهانو تر منځ جدي اندېښنې راپورته شوي دي.
دوی وايي، په ښځو کې اضطراب او خپګان زیاتېږي، د مغزي سکتې خطر دوه چنده کېږي، تولیدي روغتیا یې سخت اغېزمنېږي، په داسې حال کې چې له زېږون مخکې د مړینې او د سږو په سرطان د اخته کېدو خطر یې ۲۰ برابره زیاتېږي.
د کارپوهانو په وینا، هغه ښځې چې سګرټ څکوي د هډوکي کم کثافت او د هپ د ماتیدو خطر ډیر دی.






