د هنرونو په برخه کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن سلاکار شاهد احمد خان وايي، د امریکا اداره د پاکستان له داخلي سیاست سره هېڅ تړاو نه لري.

0
181

باغي ټي وي رپورټ

د جيو نيوز د جرگې په پروگرام کې د امريکې د صدر جوبائډن د هنرونو صلاح کار شاهد احمد خان وئيلي دي چې امريکايي سېنېټرانو د پاکستان د تحريک انصاف مشر ته نه بلکې د بشري حقونو په اړه يو عمومي ليک ليکلی ؤ .

شاهد احمد خان ویلي که د امریکايي سناتورانو لیک دومره مهم وای نو پاکستان به د IMF مرسته نه وای ترلاسه کړې. د امريکا د ولسمشر سلاکار ويلي، چې د پي ټي ايي د چىرمين د سپکاوي ډرامه په نړۍ کې د پاکستان د خندا سبب شوه.

ياده دې وي چې د خپل حکومت په وروستيو ورځو کې د پي ټي ائي چيئرمېن عمران خان يو خط وليکل او هغه يې د امريکې د تورونو په اړه يو خط بللی ؤ او ويلي ؤ چې د امريکې سفير د پي ټي ائي حکومت کور ته د لېږلو ګواښ کړی ؤ خو پخواني وزيراعظم دغه تور چا ته نه دی ښودلی .

د دغه خط په اړه د پخواني وزيراعظم عمران خان پرنسپل سيکرټري اعظم خان هم د مجسټرېټ په وړاندې خپل بيان ريکارډ کړے دے په کوم کښې چې هغه د سيفر د سياسي مقاصدو لپاره د ډرامې په توګه استعمالولو اعتراف کړې دې۔

Leave a reply