د مسلم ليګ (ن) سينيټر آصف کرماني له حکومته غوښتنه کړې چې د بجلۍ په نرخونو کې زياتوالی دې بيرته واخلي.

0
200

باغي ټي وي رپورټ

اصف کرماني وويل د بجلۍ په نرخ کې 7 روپۍ 50 پيسې في يونټ زياتوالي سره به د متوسط ​​طبقې او غريب اولس مشکلات زيات شي.

هغه غوښتنه وکړه چې لومړی وزیر دې د دې زیاتوالي د لیرې کولو امر وکړي.

هغه وويل، چې د برېښنا د بيې د لوړېدو په اړه د خلکو توند غبرګونونه شته، چې ښايي پر راتلونکو ټاکنو اغېز وکړي.

ياده دې وي چې وفاقي کابينې د بجلۍ په نرخ کښې 7 روپۍ 50 پيسې في يونټ زياتولو منظوري ورکړې ده۔

Leave a reply