د کراچۍ په اورنګي ټاون سیمه کې د ورځې په رڼا کې له یوې نجلۍ سره د ناروا کړنو په تور نیول شوی دی.

باغي ټي وي رپورټ
دپوليسو ترمخه په ميرمنې دجنسي تيري او ځورولو تورن دکورنګي څخه نيول شوى دى.
د جولای په ۱۸مه په اورنګي ټاون کې موټرسايکل سپرو يوې نجلۍ جنسي تېری وکړ، چې ويډيو يې هم مخې ته راغلې وه.
د ښځې سره د ملزم د غیر اخلاقی سلوک ویډیو په سوشل میډیا وائرل شوې چې په سي سي ټي وی فوټیج کښې د ملزم مخ په واضحه توګه لیدلی شي.
دپوليسو دچارواکو له مخې دقربانۍ شوې ښځې سره تماس نيول شوى دى، پيښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه کله چې دغه ښځه دفتر ته روانه وه.
پولیس وايي، د ښځې بیان یې ثبت کړی او د تورن پر ضد یې قانوني کاروايي روانه ده.
تر دې وړاندې هم په ګلستان جوهر کې ورته پېښه شوې وه، خو د سي سي ټي وي فوټيجونو کې د ملزم د ښکاره کېدو باوجود هم هغه نيولی شوی نه وو.





