د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر نجیب هارون د ګوند پرېښودو اعلان کړی دی.

0
97

باغي ټي وي رپورټ

نجيب هارون په خپلو خبرو کې وويل، چې له ٢٧ کلونو راهيسې زما سياسي مبارزه ده، د مې د ٩مې پېښې د پاکستان تصوير خراب کړ، دې پېښو زموږ سياست هم وېشلى دى.

نجيب هارون وويل چې په 16م اپريل 2020م کې په سخته فيصله کولو سره ما له اسمبلۍ څخه استعفى ورکړه، د 2022م کال د مارچ په 18مه نيټه مې وزيراعظم ته د ميډيا په وړاندې د څوکۍ د پريښودو مشوره ورکړه.

د نجيب هارون په وينا، ما د پي ټي آئي چيئرمېن ته ويلي وو چې بل چا ته د وزيراعظم کېدو چانس ورکړي.

نجيب هارون وايي، چې د خپل توان او قوت له مخې به د پاکستان خدمت ته دوام ورکړي.

Leave a reply