د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې په زرعي آمدن باندې هيڅ وفاقي ټېکس نه دې لګولې شوې او نه به لګولې شي۔

0
241

باغي ټي وي رپورټ

په يو بيان كښې د كرنې او تعميراتي سكټرو باندې د ټېكس په اړه د خپل بيان وضاحت كولو سره اسحاق ډار ووئيل ما په قومي اسمبلۍ كښې د كرنې او ساختماني سېكټرو باندې د ټېكس لګولو په اړه بيان وركړې وو د كوم مقصد دا تاثر ختمول وو چې حكومت به په كرنې او تعميراتي سكتورونو نوي ټكسونه لګوي۔

اسحاق ډار وويل چې زما وضاحتي بيان غلط تعبيريږي، ذکر شوي ټيکسونه هغه دي کوم چې په هيواد کې دجون تر 30مې نيټې پورې نافذ کړل شوي دي اؤ دهغوي نه علاوه هيڅ نوى ټيکس نۀ دى لگول شوى.

د خزانې وفاقي وزير ووئيل چې د حكومت لخوا په زرعي آمدن باندې كوم وفاقي ټېكس نه دې لګولې شوې او نه به پرې لګولې شي۔

Leave a reply