په افغانستان کښې درې کاله پس پولیو کمپاین پیل کیږي

Tahera, 24, who works as a volunteer vaccinator administers polio vaccine drops to a child during the first day of a polio vaccination campaign in Bamyan on October 17, 2016.
باغي ټي وي رپورټ
د ملګري ملتونو د اعلان او د اافغانستان اسلامی امارت د پولیو ضد ویکسین کمپاین به د درې کاله ځنډ نه روسته یو ځل بیا په افغانستان کښې پیل شي، په دې کمپاین کښې په ۳۳ دري دیرش لکه ماشومانو ته د پولیو ضد ویکسین ورکړې شي.
د افغانستان ملي رادیو ټیلیویژون د یو رپورټ مطابق د ملګري ملتونو د ماشومان د حقونو سازمان او د نړیوال روغتیایی ادراې ډبلیو ایچ او په یوه ګډه اعلامیه کښې ویلي دي چې په افغانستان کښې به د درې کاله ځند نه روسته په اولس ځل د پولیو وایرس په ضد کمپاین پیل شي.
یاده دې وي چې یو څو ورځې وړاندې د ملګري ملتونو ادارې په یو بیان کښې ویلي وو چې د امارت اسلامی افغانستان په افغانستان کښې د پولیو ضد کمپاین کولو ملاتړ کولو اعلان کړې دې او د پولیو وایرس د ختمولو لپاره ی د امارت سره د همکارۍ کولو ژمنه هم کړې ده.
څرګنده دې وی چې د ملګري ملتونو او د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکې ادارې یونیسیف غړو هم د امارت اسلامی مشرانو سره ملاقات کړې وو او په افغانستان کښې د ماشومانو په اړه ی اندیښنې طالب مشرانو سره شریکې کړې وې.
ملګري ملتونه په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسیناسیون پيلوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق او د روغتیا نړیوال سازمان پرون په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په درېیو کلونو کې به دا لومړی وار وي چې ټولو درې میلیونه او درې لکه ماشومانو ته د پولیو واکسین ولګول شي. pic.twitter.com/iiCuXGHgUD— RTA Pashto (@rtapashto) October 19, 2021
د باغي پښتو ټیلویژون ددې خبر سره سم نور اړوند خبرونه هم اوګورې.





