وزيراعظم شهباز شريف د مسلم ليګ (ن) پنځه کسيزه مذاکراتي کميټي جوړه کړې چې د موجوده قومي اسمبلۍ تحليل، سپروائزري سيټ اپ او عامو انتخاباتو په اړه مشاورت کوي۔
باغي ټي وي رپورټ
په کمېټۍ کې اسحاق ډار، خواجه آصف، احسن اقبال، ایاز صادق او سعد رفیق شامل دي.
دسرچينو له مخې کميټۍ به دپيپلز ګوند، جمعيت علما اسلام، متحده قومي موومنټ اؤ نورو متحدينو سره خبرې اترې کوي. سرچينې وائي دغه مذاکراتي کميټۍ به دمسلم ليگ(ن) مشر نواز شريف سره نيغ په نيغه تماس کې وي.
دسرچينو ترمخه دمسلم ليگ(ن) کميټۍ دپاکستان ډيموکريټک تحريک اؤ دهغوي اتحاديانو سره په دوه مهمو مسلو خبرې اترې کوي چې پکې موجوده قومي اسمبلۍ کله منحل کړل شي، دا مسله تر غور لاندې ده.
سرچينې زياته کړې، چې لومړي وزير اتحادي ګوندونو ته د مذاکراتي کميټو جوړولو لارښوونه هم کړې ده.