د لاهور په ګډون د پنجاب په سکولونو کې د جنسي تشدد په اړه د زده کوونکو د پوهاوي پرېکړه شوې ده.

0
87

باغي ټي وي رپورټ

په دې لړ کښې د پنجاب سکول ايجوکيشن محکمي د ټولو ضلعو تعليمي چارواکو ته هدايات جاري کړي دي۔

د پنجاب د سکول ايجوکيشن ډيپارټمنټ لخوا يو نوټيفيکيشن جاري کړے شوے دے چې پکښې د ماشومانو په ضد د تشدد زياتيدونکي کيسونو په اړه انديښنه څرګنده شوې ده۔

په اعلاميه کې ويل شوي چې زده کوونکي دې د دې مسئلې په اړه هوشيار شي، ښوونکي او د ښوونځيو مشران به د ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره ليکچرونه ورکوي.

د نوټيفيکيشن له مخې ماشومانو ته به د مشکوکو کسانو نه د بچ کولو او جنسي ځورونې په اړه خبر ورکول کېږي او د پنجاب سکولونو کې به د زده کوونکو نه د تشدد په اړه تفصيلات ترلاسه کېږي.

Leave a reply