نن له اسلام اباد، راولپنډۍ، لاهور او پېښور او شاوخوا سيمو کې د باران امکان دی.

0
275

باغي ټي وي رپورټ

د موسمياتو محکمي وينا ده چي د بارانونو دغه سلسله به د جولائي تر 26مې نيټې پوري جاري وي ولې د تيز باران له وجې به په ټيټو سيمو کښې د ډوبيدو امکان هم شته۔

د دې نه علاوه د مری، کشمير، ګلګت بلتستان او خېبرپښتونخوا په غرنيو سيمو کښې د زمکو د ښوئيدو خطره ده او په شمال ختيز بلوچستان کښې د باران له وجې په سيندونو کښې د سيلاب راتلو امکان دے.

د موسمياتو محکمي وينا ده چي په کراچۍ او حيدراباد کښي د دوه ورځو لپاره د باران وريدو امکان دے

بل خوا د پنجاب په مرکزي سيمو کې پرله پسې بارانونه روان دي.

د لاهور په ګلشن راوي سيمه کې په دوه ساعتونو کې ۱۳۱ ملي متره باران ريکارډ شوی دی.

Leave a reply