په حيات آباد کښې د ايف سي په ګاډي د ځانمرګي بريد په پلټنو کښې تفصيلات مخې ته راغلي دي چې پکښې د سهولت کارۍ په شک درې شکمن کسان نيول شوي دي۔

0
164

باغي ټي وي رپورټ

دپوليسو دسرچينو له مخې نيول شوؤ شکمنو کسانو څخه پوښتنې روانې دي او دسي سي ټي وي او نورو ثبوتونو په رڼا کې کارروائي روانه ده.

دپوليسو دسرچينو له مخې ځانمرگي بريدگر دپجگي سيمې څخه په گاډي کې سپاره شوى اؤ دبيلا بيلو سيمو څخه حيات اباد ته رسيدلى چې هدف يې دامنيتي ځواکونو گاډى ؤ.

سرچينې زياتوي چې سي ټي ډي د ځانمرګي بريدګر موبايل او سيم هم ترلاسه کړي دي، د ځانمرګي بريدګر د موبايل سيم د بل چا په نوم و، په داسې حال کې چې قانون نافذونکو ادارو د سم مالک نيولی دی، د سم مالک پوليس ته ويلي چې د موبايل سيم زما څخه ورک شوی دی.

دسرچينو له مخې ځانمرګي بريدکوونکي دهېواد دبيلا بيلو سيمو څخه په فونونو خبرې کولې.

سرچينه زياتوي چې د ځانمرګي بريدګر اړوند ټول جزئيات پوليسو له نادرا څخه ترلاسه کړي دي.

Leave a reply