سپېشل پراسيکيوټر فرهاد علي شاه وئيلي دي چې د جناح هاؤس کيس تحقيقاتو کښې د پي ټي آئي چيئرمين مجرم ثابت شوے دے۔

باغي ټي وي رپورټ
لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې اسپيشل پراسيکيوټر فرهاد علي شاه وئيلي دي چې د پي ټي آئي چيئرمېن تر حده تحقيقات مکمل شوي دي او د جناح هاؤس کيس کښې تحقيقاتو کښې پي ټي آئي چيئرمېن مجرم ثابت شوے دے۔
اسپيشل پراسيکيوټر فرهاد علي شاه ويلي چې د پي ټي ائي د چيئرمېن خلاف ثبوتونه راټول شوي دي، هغه په ټولو مقدمو کې مجرم دی.
سپېشل پراسيکيوټر ويلي چې د پي ټي ايي په مشر د مرستې او اختلاس په جرم تورن دی.





