د وزیراعظم پخوانی پرنسپل سیکرټري اعظم خان د 190 ملیون پاونډ کیس کښې نیب ته وړاندې شو.

0
232

باغي ټي وي رپورټ

د قامي احتساب بيورو (نيب) د جولائي په 20مه د وزيراعظم پخواني پرنسپل سيکرټري اعظم خان ته نوټس جاري کړے وو چې پکښې هغه ته نن سهار لس بجې نيب راولپنډۍ ته د حاضريدو هدايات شوي وو۔

اعظم خان د 190 ميليونه پاونډ د ​​مقدمې د پلټنو په لړ کې په نېب کې يواځي حاضر شو، چرته چې هغه د نېب د ګډې پلټنيزې ډلې په وړاندې خپل بيان ريکارډ کړو او د ټيم پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

د سرچينو له مخې اعظم خان پخپل بيان کې د١٩٠ ميليونه پاونډ په اړه دپخواني موجودو اسنادو پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې پيسې څنګه ورکړل شوې.

دسرچينو له مخې اعظم خان تائيد کړې چې د پاکستان په اکاونټ کې د پيسو په دې ټولو کيسونو کې عيني شاهد دى، هغه ډير څه ليدلي دي، عمران خان هم په دې لړ کې هدايات جاري ساتلي دي.

دسرچينو له مخې اعظم خان زياته کړه چې په دې لړ کې دکابينې غونډې لپاره دجوړې شوې سمري په تيارۍ کې دشهزاد اکبر مرکزي کردار و چې دکابينې لخوا منظور کړل شوى دى.د سمري وړاندې کولو څخه وړاندې هم دعمران خان سره ليدنه شوې وه چې پکې شهزاد اکبر هم موجود ؤ.

سرچينې زياته کړې چې اعظم خان د نيب په مشرۍ د کابينې په غونډه کې د پوښتنو ځوابونه هم ورکړل او د سمري په اړه يې د نيب ټيم ته د غونډې په اړه هم معلومات ورکړل.

دسرچينو ترمخه د190 ملين پاؤنډ په مقدمه کې اعظم خان دعمران خان دعوو برعکس بيان ورکړى اؤ وئيلي يې دي چې په کومه موقع عمران خان په دې لړ کې هدايات جاري کړي وؤ اؤ شهزاد اکبر هم دپيسو په اړه صلاح مشورې کوي.

Leave a reply