د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چي په زراعت او املاکو به هيڅ قسمه ټيکس نه لګول کيږي۔

باغي ټي وي رپورټ
د خزانې وزير اسحاق ډار قومي اسمبلۍ کې د آئي ايم ايف سره د معاهدې تفصيلات وړاندې کړل او ويې ويل چې د آئي ايم ايف سره د معاهدې تفصيلات ايوان ته وړاندې کوي، د دې مقصد دا دى چې د پارليمان غړي په تفصيلاتو پوه شي، دا کار د شفافيت ساتلو لپاره کېږي، ټول اسناد د خزانې وزارت په وېب پاڼه هم موجود دي، په داسې حال کې چې د دې سندونو کاپي د قامي اسمبلۍ سيکرټري ته هم لېږل کېږي.
ده ووئيل د تېر حكومت د خرابو پالېسو له امله د هېواد اقتصاد له ستونزو سره مخ شو، د ائي اېم اېف نهمه كتنه د ۲۰۲۲م كال په نومبر، لسمه د ۲۰۲۳م كال په فبرورۍ او يوولسمه بيا په ۲۰۲۳م كال كې شوې وه، خو د اعتبار د تشې له امله نهمه كتنه وځنډول شوه.
د مالیې وزیر وویل چې په زراعت او املاکو به هیڅ مالیه نه لګول کیږي.
اسحاق ډار وويل د پاکستان ذخائر ١٤ اربه ډالرو ته رسيدلي، ٥.٣ اربه ډالره شخصي بانکونو کې او ٨.٧ اربه ډالر سټيټ بينک سره دي.






