د بلوچستان هائي کورټ د تعليم په محکمه کښې د استخدام عمل ودرولو حکم کړے دے۔

0
165

باغي ټي وي رپورټ

د بلوچستان هائي کورټ جسټس محمد کامران خان ملاخيل او جسټس سردار احمد حليمي په مشتمل يو بنچ دا فيصله د آئيني درخواست د اوريدنې په مهال وکړه او عدالت د تعليم سيکرټري ته امر کړے چې د تعليم په څانګه کښې د روان ګمارنې عمل نتيجې اعلان نه کړي۔

درخواست کوونکي په خپل درخواست کې استدلال کړى و، چې د پوهنې رياست د تدريسي او غير تدريسي کدرونو د ٨٥٥١ خالي بستونو لپاره رسمي ځواب ورکوونکي د استخدام پروسه نهايي کوي، خو اوسني حکومت خپله اساسي موده پوره کوي او په دې لنډه موده کې د دغو پوستونو ډکول بالکل ناشوني دي.

د اورېدنې په مهال عدالت وويل چې که له يوې خوا بلوچستان له سخت مالي بحران سره لاس او ګرېوان دى، نو له بلې خوا استخدام روان دى، د تعليم محکمه هم د حکومتدارۍ له جدي بحران سره مخ ده، د صوبې د کلنۍ بجټ ٧٥ فيصده زياته برخه يواځې په تنخواګانو او پنشنونو لګول کېږي.

محکمې ویلي چې د صوبايي بجټ لویه برخه د بلوچستان حکومت په څانګو کې د امتیازي ګمارنې او تقررۍ په برخه کې په غیر پرمختيايي لګښتونو لګول کېږي، دا هم د اندېښنې وړ خبره ده چې په صوبه کې د ۳۵۰۰ نه زیات سکولونه غیر فعال دي.

عدالت د اورېدنه تر 17م اګست پورې وځنډوله او د محکمي نه يې د استاذانو د مجموعي شمېر، د طالبعلمانو مجموعي شمېر، د سکولونو د پرېښودو مجموعي شمېر، د غير تدريسي کارکوونکو مجموعي شمېر، د غيرفعاله سکولونو مجموعي شمېر او د سکولونو د ځايونو تفصيلات وغوښتل.

Leave a reply