ترهګرو يو ځل بيا د ريګي ماډل ټاون په پوليس ناکه باندي د تودوخې وسلې استعمال کړې چې له امله يې دوه پوليس مړه او دوه ژوبل شوي دي

0
71

باغي ټي وي رپورټ

د خيبرپښتونخوا آئي جي اختر حيات خان وئيلي دي چي پيښور کښي د ريګي ماډل ټاؤن پوليس سټيشن په حدودو کښي د شپې په تياره کښي ترهګرو د پوليس اهلکارو باندي حمله کړي ده چي په دغه حمله کښي ترهګرو يو ځل بيا د تھرمل ويژن سنائپر او ايم فور رائفلونه استعمال کړي دي۔

د آئي جي په وينا، ترهګرو د 30 ميټرو په فاصله 17 ډزې وکړې چې له امله يې 2 پوليس ووژل شول او 2 ژوبل شول په داسې حال کې چې ترهګر په اسانۍ سره وتښتېدل.

بل لوري ته دخيبرپښتونخوا دپخواني ائي جي په وينا حرارتي وسلې هره ورځ اؤ شپه په هر قسم موسم کې استعماليدلى شي، ددغه وسيلې رينج درې کلوميټره ده، دا په سنائپر رائفلونو، لاسي بمونو، درندو اؤ سپکو مشين گنونو نصب کيدى شي.

د امنیتي چارو کارپوهان وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د څه باندې ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت جنګي تجهیزات پاتې شول.

په تھانه سربند بريد کې په لمړي ځل د سنائپر رائفل استعمال کړل شوى ؤ، د خېبرپښتونخوا حکومت په بنو، لکۍ مروت، ډيره اسماعيل خان او ټانک کې ترهګرو ته د وحشیانه ځواب ورکولو لپاره پرمختللې وسلې ورکړې وې.

د خېبرپښتونخوا د څلورو ضلعو پوليسو ته د تودوخې وسلو سره د مقابلې لپاره عصري وسلې ورکړل شوې خو د پېښور پوليس چې له ډېرې مودې راهيسې د ترهګرۍ قرباني دی، لا هم ترې بې برخې دی.

Leave a reply