د انتخابي اصلاحاتو په اړه د پارلیماني کميټۍ د رجسټرډ ووټرانو د مساوي شمیر په بنیاد د حلقو د حدبندۍ وړاندیز کړی دی.

0
176

باغي ټي وي رپورټ

د ټاکنیزو اصلاحاتو پارلماني کمېټې وړاندیز کړی چې ټاکنیزې حوزې دې د ثبت شویو رای ورکوونکو د مساوي شمېر پر بنسټ ترسره شي، د ټاکنو مهالوېش له اعلان څخه څلور میاشتې مخکې دې د حدبندۍ پروسه بشپړه شي او په ټولو حوزو کې دې د راجستر شویو رای ورکوونکو شمېر مساوي وساتل شي.

د وړانديز له مخې د ټاکنو کمېشن به د پولنګ عملې تفصيلات په وېبپاڼو جاري کوي او د ټاکنو پر مهال به د پولنګ کارکوونکي په خپلو تحصيلونو کې ډيوټي نه کوي.

په وړاندیز کې راغلي چې د رای ورکولو په مرکزونو کې د کمرو نصبول به د رایو محرمیت تضمین کړي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو پارلماني کمېټې وړاندیز شوي تعدیلات نهايي کړي او وړاندیز شوي تعدیلات به د ملي شورا او مشرانو جرګې له خوا تصویب شي.

د ملي شورا انحلال

دسرچينو له مخې پيپلز پارټۍ په اتم اګست اسمبلۍ منحل کولو وړانديز کړى ؤ، قانوني ماهرانو هم حکومت ته په ٨م اگست داسمبلۍ منحل کولو تجويز کړى دى.

سرچينه وايي، چې د اګست په نهمه او لسمه د ملي شورا د منحلولو په اړه هم غور وشو.

ياده دې وي چې د قومي اسمبلۍ موده د اګست د مياشتې تر 12مې نيټې پورې ده، که له مودې وړاندې اسمبلۍ منحل شي، نو د عامو انتخاباتو ترسره کولو لپاره به د سپروائزري سيټ اپ 90 ورځې راځي.

د جولائي په 13مه نيټه قوم ته په خطاب کښې وزيراعظم شهباز شريف د اګست 2023م کښې نگران حکومت ته د چارو سپارلو اعلان کړے دے۔

Leave a reply