سپريم کورټ په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو د مقدمې اورېدنې په ضد د درخواستونو اورېدنه کوي

0
98

باغي ټي وي رپورټ

د سپريم کورټ د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې د جسټس اعجازالاحسن، جسټس منيب اختر، جسټس يحييٰ آفريدي، جسټس مظاهر علي اکبر نقوي او جسټس عائشه ملک په مشتمل شپږ کسيزه بنچ په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو د مقدمو په ضد د درخواستونو اورېدنه کوي.

د اوريدنې په مهال اټارني جنرل منصور عثمان دلائل وړاندې کړل او وې ويل چې په تير اوريدنه کې دې د مئ په نهمه نيټه د پلان شوې حملې تفصيلات مخې ته راوړو، د تصويري ثبوتونو څخه دا ثابتيږي چې په بريد کې د ککړو ټولو کسانو مخونه روښانه دي، له دې پيښې وروستو يواځې 102 کسان په ډير احتياط سره ونيول شول.

بلخوا جسټس مظاهر نقوي پوښتنه کړې ده چې کوم عمل لاندې خلک پوځي حراست کې اخستل شوي دي؟ په دې اړه لویې څارنوالۍ ویلي، چې د پوځي قانون یوه برخه د ملکي جرمونو په اړه واضحه ده، که د ملکي وګړو له خوا ملکي جرم ترسره شي، محاکمه د پوځي قانون له مخې نه شي کېدای.

چيف جسټس وويل دآرمي ايټ دوهم سيکشن ولوستل شي کوم چې دملکي وګړو مقدمه ده.په دې اړه اټارني جنرل وويل چې دآرمي ايټ د2 سيکشن له مخې که کوم ملکي وگړي په دفاعي چارو کې مداخله کوي هغه ددغه قانون ترمخه راځي.

جسټس عمر عطا بندیال پوښتنه وکړه چې د ځواکونو نظم څنګه خراب شوی؟ د پوځي افسرانو په کار کې ګډوډي او دسپلين ګډوډول په قانون کې ليکل شوي او که نه؟

اټارني جنرل وويل چې دا په آرمي ايکټ کې درج ده، په دې اړه جسټس يحيى افريدي پوښتنه وکړه چې آيا تاسو وايي چې آرمي ايکټ د بنيادي انساني حقونو د دائرې نه بهر دى؟ لوی څارنوال وویل چې د پوځ قانون د اساسي بشري حقونو په برخه کې نه پلي کیږي.

جسټس يحيى افريدي پوښتنه وکړه چې پوځيان دي که ملکي خلک، آيا هغه کسان چې دآرمي ايکټ لاندې مقدمې مخې ته راځي هغه به دبشري حقونو څخه محروم وي؟

Leave a reply