د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کې د ډيپلوماټیک تخصصي کورس څخه ۱۵۵ تنه فارغ شول.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کې د ډيپلوماټیک تخصصي کورس څخه ۱۵۵ تنه فارغ شول.

20 جولاي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي یاد وزارت کې د ډیپلوماسۍ انسټيټوټ ریاست له لورې د اسلامي امارت د (۳۵) مختلفو وزارتونو او مستقلو اداراتو منسوبینو او کارکوونکو لپاره د ډيپلوماتیکې روزنې درې میاشتنی کورس ترسره کړ.

 

خبر زیاتوي چې په دغه کورس کې (۱۲) مهم مضامین د مجربو او متخصصینو استاذانو له لورې تدریس شول، په یاد کورس کې (۱۵۵) تنو برخه لرله او د فراغت غونډه یې په ۲۶\۴\۱۴۰۲ نېټه د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې ترسره شوه.

اړوند موضوعات

افغانستان کې د ملګرو ملتونو او افغان دولت ځینو ادارو تر مینځ بهرنیو چارو وزارت کې د همغږۍ غونډه ترسره شوی.

 

یاده غونډه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي، سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزي او اداري معین مولوي رحمت الحق فضیل ګډون ترسره کړ او ټولو فارغینو ته سرټفکيټونه توزیع شول.