سترې محکمې د پخواني ولسمشر جنرال ريټايرډ پروېز مشرف د نااهلۍ خلاف دائر درخواست رد کړی دی.

0
94

باغي ټي وي رپورټ

د دې مقدمې اورېدنه د پاکستان د چيف جسټس په مشرۍ درې کسيزه بنچ وکړه.

ايډيشنل اټارني جنرل عدالت ته وويل چې درخواست کوونکى پرويز مشرف مړ شوى دى، د٢٠١٣م په عامو انتخاباتو کې دپروېز مشرف نااهلۍ چيلنج شوې وه، اوس د٢٠١٣م داسمبلۍ موده هم ختمه شوې ده.

سترې محکمې د پروېز مشرف د نااهلۍ درخواست بې اثره وباله.

ياده دي وي چي پرويز مشرف د کال 2013 عام انتخاباتو کښي د چترال نه د نامزدګي کاغذونه جمع کړي وو، ريټرننګ افسر د چترال نه د پرويز مشرف د نامزدګي کاغذونه مسترد کړي وو د کومي په ضد چي هغه په ​​2013م کښي د نامزدګي کاغذونه مسترد کولو په ضد سپريم کورټ کښي اپيل دائر کړي وو۔

۱۰ کاله وړاندې دائر کړل شوې اپیل د پرویز مشرف له مړینې ۵ میاشتې وروسته د همدې میاشتې په ۱۴مه نېټه په سترې محکمې کې اورېدنه شوې وه.

ياده دې وي چې پخوانی ولسمشر جنرال ريټايرډ پروېز مشرف د روان کال د فبرورۍ پر پنځمه له اوږدې ناروغۍ وروسته له هېواده بهر ومړ.

Leave a reply