د هېواد ټولو سترو سیاسي ګوندونو د پیسو نړیوال صندوق (IMF) ته د پور د نوي تړون د عملي کولو په اړه لیکلي ډاډ ورکړی.

0
81

باغي ټي وي رپورټ

مسلم لیګ نون، پاکستان تحریک انصاف او پیپلز پارټۍ د IMF د قرضې په معاهدې باندې د بند پاتې کیدو هوډ څرګند کړی دی.

په دې اړه جاري شوي يو بيان کې آئي ايم ايف وئيلي دي دپاکستان سترو سياسي گوندونو دپروگرام د مقصدونو اؤ پاليسۍ ملاتړ کړى اؤ بهرنۍ مالي مرستې ترلاسه کولو کې به مرسته کوي.

د ائي اېم اېف لخوا د جاري شوي سټنډرډ پروګرام د تفصيل له مخې دغو ګوندونو د دغه پروګرام د اهدافو او تګلارو ملاتړ کړی دی. ټول بانکونه به مجبور وي چې د اکاونټ هولډرز تفصيلات ايف بي آر ته ورکړي، د منتخبو يا نه منتخبو عوامو نمائندګانو کلنۍ اثاثې به عام کړل شي، مرکزي مانيټرنګ يونټ به د حکومتي ادارو د کارکردګۍ رپورټ جاري کوي.

د IMF د معاهدې له مخې به د مالي کال 2023-24 په دوران کې د پټروليم ليوي اوسط نرخ 55 روپۍ في ليټر وي چې د 79 اربه روپو اضافي محصولات به ترلاسه کړي. د کاروباري آمدن او تنخواه لرونکو طبقو نه به 30 اربه روپۍ اضافي ترلاسه کيږي. په یوریا سرې باندې د 5 فیصدو فیډرل ایکسائز ډیوټی ترلاسه کولو سره 34 اربه روپۍ، په شوګر مشروباتو باندې د ایف ای ډي 20 فیصده زیاتولو سره 8 اربه روپۍ او د غیر منقولې جایدادونو په پېر او پلور باندې ټېکس له 2 نه تر 3 فیصدو پورې زیاتولو سره به 46 اربه روپۍ مالیه ترلاسه شي. .

د معاهدې ترمخه دا هم وئيلي شوي دي چې د نان فائلرانو نه د يو فيصد املاک په قيمت ټيکس لګولو سره 19 اربه روپۍ، په بلډرز او ډيولپرز باندې د ټيکس زياتولو سره 15 اربه روپۍ او غيررجسټرډ کاروبارونو ته د سپلائي په اړه د اضافي جي ايس ټي نه 23 اربه روپۍ ترلاسه کيږي. دا ژمنه شوې ده.

Leave a reply