د پخواني وزيراعظم عمران خان پرنسپل سيکرټري اعظم خان د سيفر په اړه خپل بيان ريکارډ کړے دے

0
198

باغي ټي وي رپورټ

سرچينې وائي چې پخوانې پرنسپل سيکرټري اعظم خان ددفعه 164 لاندې مجسټرېټ مخې ته اعترافي بيان ريکارډ کړى ؤ چې پکې هغه دا سيفر د قصدي سازش په توگه گرځولى ؤ.

سرچينې وايي چې اعظم خان د ٢٠١٣م کال د جون له ٩مې نېټې څخه لادرکه وو، د اعظم خان د لادرکه کېدو په اړه په ١٦م جون په کوهسار پوليس سټيشن کې ايف آئي آر درج شوې وه، د اعظم خان په غوښتنه نن په کوهسار پوليس سټيشن کې درج شوې ايف آئي آر منسوخ کړل شو.

سرچينې وايي اعظم خان د کوهسار پوليس سټيشن ته ويلي چې هغه د خپل يو ملګري په کور کې په خپله خوښه موجود و.

سرچينې دا هم وايي چې نن اعظم خان په خپله خوښه د مجسټرېټ مخې ته د 164 قلم بيان ريکارډ کړو، اعظم خان د صنعتي سيمې مجسټرېټ کلاس اول اويس ارشاد بهټي ته د 164 قلم بيان ريکارډ کړو.

Leave a reply