لومړي وزیر شهباز شریف ایم کیو ایم پاکستان ته ډاډ ورکړی چې تر اوسه د پخوانۍ مردم شمارۍ پر اساس د انتخاباتو د ترسره کولو په اړه کومه پریکړه نه ده شوې.

0
163

باغي ټي وي رپورټ

د ایم کیو ایم پاکستان یوه پلاوي د ګوند کنوینر خالد مقبول صدیقي په مشرۍ په اسلام اباد کې له وزیراعظم شهباز شریف سره لیدلي چې پکې د ملک په سیاسي صورتحال او راتلونکو انتخاباتو او د مردم شمارۍ په اړه د اندېښنو په اړه خبرې شوي دي.

وزيراعظم شهباز شريف د ايم کيو ايم پاکستان وفد ته باور ورکړو چې د نگران حکومت په شمول په ټولو مهمو مسلو باندې به د ايم کيو ايم سره مشاورت يقيني کيږي۔

د ایم کیو ایم پاکستان وفد سره ملاقات کښې وزیراعظم شهباز شریف د ووټر لسټونو کښې د بې نظمۍ د سمولو هدایات هم جاري کړل.

د ايم کيو ايم وياند ترمخه وزيراعظم د نگران حکومت او عامو انتخاباتو په اړه مشاورتي کميټي جوړه کړې ده، کميټي به د نگران حکومت پشمول په ټولو چارو د ايم کيو ايم سره مشاورت يقيني کوي، چې خواجه سعد رفيق پکې شامل دي په داسې حال کې چې د ايم کيو ايم څخه نومونه غوښتل شوي دي د کمیټې لپاره.

ياده دي وي چي څو ورځي وړاندي دکورنو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله په يو بيان کښي وئيلي وو چي انتخابات به د زړي مردم شماري په بنياد کيږي۔

Leave a reply