د م،م ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا پۀ اړه بېړنۍ غونډه رابللې 

0
71

د م،م ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا پۀ اړه بېړنۍ غونډه رابللې 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي چې د شمالي کوریا دا سرغړونې ورته د منلو نه دي او جدي اړتیا ده چې له دې ډول ورانوونکو اقداماتو را وګرځول شي.

 

(2021 / 10  / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا د وروستیو ازمویښتونو په تړاو بېړنۍ ناسته رابللې ده.

د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي چې شمالي کوریا ددغه شورا د پرېکړو پر خلاف له سمندر وچې ته لرې واټن وېشتونکی توغندی ازمویلی دی. سرچینه وایي دا توغندی د شمالي کوریا د اوبتولونو په مرسته ازمویل شوی دی او دغه هېواد ته دا امکان ورکوي چې خپل هدف په لا سمه توګه په نښه کړي.

اړوند موضوعات:

د جاپان لومړی وزیر: شمالي کوریا دوه نور توغندي هم آزمویلي دي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي چې د شمالي کوریا دا سرغړونې ورته د منلو نه دي او جدي اړتیا ده چې له دې ډول ورانوونکو اقداماتو را وګرځول شي.

.امنیت شورا به نن د شمالي کوریا په اړه خپله پرېکړه هم اعلانوي.

Leave a reply