امریکا د افغانستان د وضعت څارلو لپاره پاکستان ته ځانګړی استازی معرفي کړی

0
93

امریکا د افغانستان د وضعت څارلو لپاره پاکستان ته ځانګړی استازی معرفي کړی

په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي. امریکا غواړي چې له افغانستان د خپلو سرتېرو تر وتلو وروسته دلته خپله څارنه ډېره کړي او دلته د پېښېدونکو ګواښونو پر وړاندې پر وخت اقدام وکړي.

 

(2021 / 10 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا په افغانستان کې د وضعیت د څارلو لپاره په پاکستان کې خپل نوی ارشد ديپلومات معرفي کړی دی.

د رویټرز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر جو بايډن غواړي په افغانستان کې وضعیت مدیریت کړي چې له امله یې ډونالډ بلوم په پاکستان کې د ځانګړي ارشد ديپلومات په توګه معرفي کړی دی.

اړوند موضوعات:

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې د افغانستان په اړه له پاکستان سره خبرې کړې دي

هغه به دلته رامنځ ته شوی وضعیت ارزوي او په دې تړاو به د بایډن استازیتوب کوي. ډونالډ تر دې وړاندې په تونس کې د امریکا سفیر و.

په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي. امریکا غواړي چې له افغانستان د خپلو سرتېرو تر وتلو وروسته دلته خپله څارنه ډېره کړي او دلته د پېښېدونکو ګواښونو پر وړاندې پر وخت اقدام وکړي.

امریکا داسې مهال پاکستان ته ځانګړی ديپلومات لېږي چې دمګړی د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې ترینګلې دي

Leave a reply