د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، که افغان طالبان په خپلو پولو کې دننه د وسله والو مخه نیول غواړي او که نه، پاکستان هوډ لري چې له خپلې خاورې ترهګري ختمه کړي.

باغي ټی وی رپورټ
په یوه بیان کې خواجه اصف ویلي، چې دی په دې برخه کې د فرحت الله بابر د څرګندونو ملاتړ کوي، پاکستان د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دی، پرته له دې چې کابل د وسله والو د ځپلو هڅه کوي او که نه.
هغه وویل چې فرحت الله بابر د کابل وینا سمه تعبیر کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې د پيپلز ګوند پخواني سناتور فرحت الله بابر په يوه وينا کې د افغان حکومت دريځ اندېښمنونکى بللى و.
هغه دا پوښتنه راپورته کړه چې ایا طالبان یوازې د ځینو وسله والو مخه نیولو ته اړ دي؟ طالبان وايي، د دوحې تړون له امریکا سره شوی، نه له پاکستان سره، خو د طالبانو ویاند بیا وايي، چې د پاکستان په اړه د دوی تګلاره بل ډول ده.
هغه وویل چې د دوحې تړون طالبان اړ کړي چې د ځینو شرارتونو مخه ونیسي. هرڅوک نه؟
د پوځ مشر: په افغانستان کې د TTP د پټنځایونو په اړه اندیښمن یو
د يادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرال سيد عاصم منير هم ويلي وو چې وسله وال ځواکونه په افغانستان کې د عملياتو لپاره د کالعدم تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ازادۍ او د هغوى د خوندي پټنځايونو په اړه اندېښمن دي. خپله خاوره به د کوم هېواد پر ضد د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر وویل، هیله لرو چې د افغانستان موقت حکومت به د دوحې په تړون کې د شویو ژمنو عملي کول په رښتیني ډول تأمین کړي.
ده وويل چې په پاکستان کې په تروريستي فعاليتونو کې دافغان اتباعو لاس لرل يوه بله لويه انديښنه ده چې بايد ژر تر ژره ورته پاملرنه وشي او دغه شان تروريستي بريدونه د زغملو وړ نه دي او په وړاندې به يې اغيزمن ځواب ويونکي اقدام وشي .




