د لاهور ډپټي کمشنر چوهدري پرويز الهي د دريو ايم پي او لاندې د يوې مياشتې لپاره نظربند کړے دے۔

باغي ټی وی رپورټ
د نوټيفيکيشن له مخې پرويز الهي به د 3 ايم پي او لاندې په کيمپ جيل کې بندي وي.
ياده دې وي چې دپوليسو لخوا ډپټي کمشنر ته په ليکل شوي خط کې وئيل شوي وؤ چې دتحقيقاتو په مهال دا خبره په ډاګه شوې چې پرويز الهي امن ته خطره پېښولى شي، نو ځکه دې هغه ته د 3 ايم پي او لاندې بندي کولو اجازه ورکړل شي.
ياده دې وي چې د جولائي په 11مه نېټه د لاهور بنکنګ کورټ د پي ټي آئي صدر چوهدري پرويز الهي د ګرفتاري نه پس د ضمانت درخواست منظور کړے وو او هغه ته ئې د پنځه لاکه روپو ضمانتي مچلکو جمع کولو حکم ورکړے وو۔
ايف آئي اے د پرويز الهي خلاف د مني لانډرنګ مقدمه درج کړې ده څوک چې د جون په 26مه نيټه د جيل نه خوشي کيدو سمدلاسه ايف آئي اے نيولي وو۔






