د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيئرمېن عمران خان د مې د نهمې نېټې پېښو په اړه د ګډې پلټنيزې ډلې (جي آئي ټي) مخې ته د حاضرېدو داخلي کيسه مخې ته راغلې ده.
باغي ټی وی رپورټ
د سرچينو ترمخه جے آئي ټي دپي ټي ائي مشر څخه دمياشتې په ٩مه نيټه پوښتنې وکړې، په جے آئي ټي کې يو ډي آئي جي، يو ايس ايس پي او څلور ايس پيز شامل وؤ، عمران خان يو ساعت دننه دننه پاتې شو او ټولې پوښتنې يې په کانفرنس روم کې وکړې.
دسرچينو له مخې د جي آئي ټي غړو عمران خان ته وويل چې مونږ به يواځې مسلکي پوښتنې وکړو.
د عمران خان نه پوښتنه وشوه چې د مې په نهمه په ټول ملک کې څه وشول پلان شوي وو که تصادفي؟ د پي ټي آئي چيئرمېن جواب ورکړو چې دا منصوبه د بل ځاے نه شوې وه او زما هيڅ تعلق نشته.
د جي آئي ټي نه پوښتنه وشوه چې ولې ستاسو خلک کنټونمنټ ته تللي؟ په دې اړه عمران خان وويل، چې کله قوماندان زه ونيولم، خلک بايد هلته تللي واى.
د جي آئي ټي لخوا وئيلي شوي وو چې داسې ثبوتونه شته چې تاسو دوی ته اشتعال ورکړی او امرونه يې ورکړي دي، په دې اړه عمران خان وويل هر څوک په خپله خوښه هغه ځايونو ته تللي وو، په هغه ورځ چې څه وشول هغه يوه سازش وه.
د ذرائعو ترمخه جے آئي ټي چيئرمين پي ټي آئي ته مختلفي ويډيوګاني او تصويرونه هم وښودل ولي هغه د منلو نه انکار کړے او ويي ويل دا زما خلق نه دي۔
سرچینې وايي چې عمران خان ویلي چې زه به بیرته راشم او تاسو باید د خپلو ټولو کړنو ځواب ورکړئ.
ياده دي وي چي عمران خان تيره ورځ د نهم مئ د پيښي تحقيقاتي جے آئي ټي مخي ته په اول ځل حاضر شوے وو او د لاهور د قلعه ګجر پوليس هيډکوارټر کښي د جے آئي ټي مخي ته طلب کړے شوے وو۔