د لاهور بانکي عدالت د مني لانډرنګ په مقدمه کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر او د پنجاب پخواني وزیر اعلی چوهدري پروېز الهي ضمانت منظور کړی دی.

0
162

باغي ټی وی رپورټ

نن د ايف آئي اے پراسيکيوټر د پرويز الهي د زوي راسخ الهي په خوشي کولو اعتراض وکړو.

څارنوال وويل، چې د تورن زوى دى، نو ضمانتونه يې نه شي جمع کولاى، راسخ الهي پخپله هم په يوه قضيه کې تورن دى، آيا يو تورن بل تورن ته ضمانت ورکولاى شي؟

محکمې ویلي چې په دې مسله کې کوم قانوني خنډ نشته.

د درخواست کوونکي وکيل وويل، چې ضمانت يې د عدالت لخوا غوښتل شوې پيسې جمع کوي، د ايف آئي اے اعتراض نامناسب دى، د نوازشريف ورور شهباز شريف هم په ضمانت خوشې شوى او شهباز شريف پخپله هم تورن دى.

د وکيلانو دلائل اوريدو وروستو عدالت د ايف آئي اے پراسيکيوټر اعتراض مسترد کړے او د ضمانتي ضمانت ئي منظورولو سره ئي د پرويز الهي د خوشي کولو وارنټ جاري کړے دے۔

ياده دې وي چې د جولائي په يوولسمه نېټه د لاهور بنکنګ کورټ د پي ټي آئي صدر چوهدري پرويز الهي د ګرفتارۍ نه پس د ضمانت درخواست منظور کړے وو او هغه ته ئې د پنځه لاکه روپو ضمانتي مچلکو جمع کولو حکم ورکړے وو۔ ايف آئي اے د پرويز الهي خلاف د مني لانډرنګ مقدمه درج کړې ده څوک چې د جون په 26مه نيټه د جيل نه خوشي کيدو سمدلاسه ايف آئي اے نيولي وو۔

Leave a reply