د دفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې افغانستان د گاونډي اؤ ورور هيواد په توگه خپل حق نۀ دى پوره کړى، افغانستان د دوحې تړون هم نه مني.

0
122

باغي ټی وی رپورټ

خواجه اصف په خپل ټويټر کې ليکلي چې له ۴۰ تر ۵۰ کلونو پورې په پاکستان کې له ۵۰ تر ۶۰ ميليونو افغان اتباعو له حقونو سره سره په پاکستان کې پناه وړې، خو برعکس هغه ترهګر چې د پاکستانيانو وينه تويوي په افغان خاوره کې پناه ځايونه لري.

ددفاع وزير وويل دغه وضعيت نور دوام نۀ شي کولى پاکستان به دخپلې خاورې اؤ خلکو دتحفظ لپاره خپل وسائل استعمالوي.

ياده دي وي چي تيره ورځ د فوځ سرلښکر جنرل سيد عاصم منير هم د کوټې ګارنيزين ته د خپل سفر په موقع وئيلي وو چي وسله وال ځواکونه د کالعدم تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په محفوظه ځايونو او خپلسرو ترهه ګريزو فعاليتونو سختي انديښني لري۔ په افغانستان کې

هغه وویل، هیله من دی، چې د افغانستان موقت حکومت به اجازه ورنکړي، چې خپله خاوره د هېڅ هېواد پر ضد د ترورېزم لپاره وکاروي او موقت حکومت به د دوحې په تړون کې د شویو ژمنو د عملي کېدو ډاډ ورکوي.

د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منير زياته کړه چې په پاکستان کې په ترهگريزو فعاليتونو کې دافغان اتباعو لاس وهنه يوه بله لويه انديښنه ده چې بايد په بيړنۍ توگه ورته رسيدګي وشي او دغه شان ترهه گريز بريدونه د زغملو وړ نه دي او امنيتي ځواکونه به ددغو بريدونو په موثره توگه ځواب ورکوي.

د دوحې تړون
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسولو په موخه د سولې تاریخي تړون لاسلیک شو.

د دوحې د هوکړې له مخې، افغان طالبان باید دا تضمین کړي چې د افغانستان خاوره به د امریکا او متحدینو پر ضد نه کارول کېږي او د افغانستان خاوره به د القاعدې په ګډون د ترهګرو ډلو له خوا نه کارول کېږي.

Leave a reply