د وفاقي تحقيقاتي ادارې (ايف آئي اے) د سائبر کرائم ونګ ايډيشنل ډائريکټر جنرل (ډي جي) احمد اسحاق جهانګير وئيلي دي چې 9 پرائيويټ لون ايپ کمپني لائسنس لري ولي لائسنسي کمپنيان هم د يو کس د تصوير ګيلري او د رابطې فهرست ته د لاسرسي اجازه نه لري.

0
124

باغي ټی وی رپورټ

نن د جيو نيوز په پروګرام کې له شاهزيب خانزاده سره د خبرو پر مهال هغه وويل چې که څوک ځوروي نو ايف آئي اے يې مقدمه اخلي، کله چې د مقتول مسعود قضيه رپورټ شوه نو اقدام کېږي.

احمد اسحق جهانګير وويل، دغه بنسټونه بايد داسې فلټرونه نصب کړي، چې داسې شيان بازار ته نه راځي. ياده دي وي چي دي نه وړاندي ايف آئي اے په سيدپور روډ باندي د آن لائن لون ایپس په دفترونو باندي چاپه وهلي وه او د چاپو په مهال ئي ريکارډ ضبط کړي وو او دري دفترونه ئي سيل کړي وو او بلیک ميلنګ کښي ککړ د آن لائن لون ایپس نه 9 شکمن کسان نيولي وو او په ضد ئي مقدمه درج کړے شوي وه۔

د ايف آئي اے ترمخه ملزمانو وئيلي دي چي هر سيکشن ته د ډي زيرو، ډي ون ډي 2، ډي ايس 1، ډي ايس 2 او ډي ايس 3 په نومونو د کال کولو جدا جدا ټاګونه تفويض شوي وو، د قرض ايپس په ذريعه شخصي ډيټا ته رسيدلي وو، شخصي معلومات اخستل شوي وو او متاثره شوي وو ښاریان ځورول.

ايف آئي اے وائي چي دعملياتو دوران ئي ډير شمير اسناد، کمپيوټرونه، ليپ ټاپ او سمونه برآمد کړي دي۔

Leave a reply