په سندهـ اسمبلۍ کې د اپوزيشن ليډر حليم عادل شيخ د سندهـ وزيراعلي ته خط ليکلی او ترې غوښتي يې دي چې د نگران وزيراعلي په نوم دې مشوره وکړي.

0
125

باغي ټی وی رپورټ

خپل خط کښې حليم عادل شيخ وئيلي دي چې د نګران وزيراعلې په انتخاب باندې د اپوزيشن ليډر سره مشوره د قانون برخه ده، په سنده کښې د نگران وزيراعلې په نوم دې مشاورت وشي۔

حلیم عادل شیخ په خپل لیک کې ویلي چې د اسمبلۍ دوره پای ته له دېرشو ورځو کمه پاتې ده، کله چې وغواړئ د مشورې لپاره ورته زنګ ووهئ.

ياده دې وي چې پاکستان تحريک انصاف په سندهـ اسمبلۍ کې د ۳۰ څوکيو په لرلو سره د اپوزيسيون تر ټولو لوی ګوند دی او په اسمبلۍ کې د اپوزيسيون مشر حليم عادل شيخ دی.

بل لوري ته تر راتلونکو عامو انتخاباتو وړاندې په صوبه کې د نگران حکومت جوړولو لپاره د اپوزيشن ليډر سره مشوره ضروري ده نو ځکه په اسمبلۍ کې دريم ستر گوند ايم کيو ايم پاکستان د خپل اپوزيشن ليډر راوستلو فيصله کړې ده. د غړو شمېر ۲۱ دی او د خپل مخالف مشر د راوستلو لپاره د ۳۰ غړو ملاتړ ته اړتیا لري.

سرچينې وائي ايم کيو ايم پاکستان ته به په سندهـ اسمبلۍ کې داپوزيشن ليډر ټاکلو لپاره دجي ډي اي ملاتړ ته اړتيا وي او جي ډي اي په سندهـ اسمبلۍ کې 14 غړي لري.

Leave a reply