د منصوبه بندۍ وفاقي وزير او د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر احسن اقبال وئيلي دي چې راتلونکي انتخابات به د 2017ء د مردم شمارۍ مطابق کولے شي ځکه چې د نوې حلقه بندۍ لپاره نور وخت پاتې نه دې۔

باغي ټی وی رپورټ
نن د جيو نيوز پروګرام له شاهزيب خانزاده سره خبرو کې وفاقي وزير احسن اقبال وويل چې د صوبو په غوښتنه د مردم شمارۍ موده يو ځل بيا غځول شوې وه نو اوس د نوې مردم شمارۍ له مخې حلقه بندۍ ممکن نه دي. نور څلور میاشتې وخت ونیسي.
ده ووئيل د ټاكنو نور ځنډېدو سره هېواد د يو نوي اقتصادي بحران سره مخ كېدې شي، په وخت تر ټاكنو وروسته د باثباته حكومت جوړول اقتصادي ضرورت دى، وزيراعظم دا هم وئيلي دي چې ټاكنې به په خپل وخت كېږي۔
ياده دې وي چې قوم ته د وينا په مهال وزيراعظم وئيلي وؤ چې د٢٠٢٣م په اگست کې به نگران حکومت ته چارې سپارل کيږي.
هغه وويل، چې په ١٥ مياشتو کې د څلور کلنې تباهۍ کندې پاکې شوې، د اقتصاد، بهرنيو اړيکو او نورو برخو کې اور بل شوى دى.






