د وفاقي كابينې قانون سازې كمېټۍ د سمندر پار پاكستانيانو په جائيدادونو د غيرقانوني قبضې په ضد د كارروائي لپاره د فاسټ ټرېك عدالتونو جوړولو د مسودې منظوري وركړې ده۔

0
107

باغي ټی وی رپورټ

د سرچينو ترمخه د وفاقي کابينې قانون سازې کميټۍ د فاسټ ټريک عدالتونو جوړولو د مسودې منظوري ورکړې ده.

سرچينې زياته کړې چې په فاسټ ټريک عدالتونو کې به د انلاين شکايت او په ويډيو لنک عدالت کې د حاضرېدو سهولت موجود وي، د عدالتونو جوړول به د وفاقي کابينې له منظورۍ وروسته عملي کېږي.

د سرچينو ترمخه د فاسټ ټريک کورټ جج به د اړونده هائيکورټ چيف جسټس لخوا ټاکل کيږي، فاسټ ټريک عدالتونه به په 120 ورځو کې دننه د مقدمو فيصله کولو پابند وي، د ازموينې پروجيکټ په توګه به دا لمړۍ فاسټ ټريک عدالت وي. په اسلام اباد کې به جوړ شي.

سرچينې وائي چې صوبې به دقانوني شرطونو دپوره کولو وروستو عمل پيل کوي.په اسلام اباد کې دبهرنيو پاکستانيانو دجايدادونو د قبضې په اړه 1600 شکايتونه شوي دي.

Leave a reply