د قومي اسمبلۍ غړي محمد خان لغاري د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) پرېښودو اعلان کړی دی.

0
181

باغي ټی وی رپورټ

د قامي اسمبلۍ غړي محمد خان لغاري په خپل يو ويډيو بيان کې د مې د نهمې نېټې پېښې په ځانګړې توګه په پوځي تاسيساتو د بريدونو او د شهيدانو د بې حرمتي په کلکه غندنه وکړه او د پاکستان له تحريک انصاف څخه يې د جلا کېدو اعلان وکړ.

سردار محمد خان لغاري وویل چې زه به د پخوا په څیر د هیواد او ولس او د خپلې حلقې د خلکو خدمت ته دوام ورکوم او په راتلونکي کې به د هیواد او سیمې د ښېګڼې لپاره چې کوم تصمیم لرم هغه به خامخا اخلم. .

ياده دي وي چي محمد خان لغاري د حلقه اين اے 192 نه د قامي اسمبلۍ غړي منتخب شوي وو۔ د ۲۰۱۸ کال ټاکنو کې سردار محمد خان لغاري د مسلم لیګ (ن) مشر او اوسني لومړي وزیر شهباز شریف ته ماتې ورکړه.

د پاکستان تحریک انصاف د مرکزي مشرانو په ګډون لسګونه مشران د القادر یونیورسټۍ ټرسټ کرپشن سکینډل کې د هغه د نیول کیدو وروسته په هیواد کې د لاریونونو وروسته له PTI سره جلا شوي دي.

له پاکستان تحریک انصاف نه جلا شوو کسانو کې فواد چوهدري، فیاض الحسن چوهان، فردوس عاشق اعوان او عامر کیاني شامل دي.

Leave a reply