پوليسو د دوبۍ نه د راغلي يو وګړي د وژنې په تور يو ډي ايس پي نيولی دی.

باغي ټی وی رپورټ
د ډي آئي جي ويسټ ترمخه د ګاډو انټي ويکيل لفټنګ سيل ډي ايس پي قمر احمد د کراچۍ په منګو پير سيمه کښې د دوبۍ پلټ شهري د قتل په مقدمه کښې ګرفتار کړے شوے دے۔
ډي آئي جي فدا مستوئي وئيلي دي چي د ډي ايس پي نيولو سره د پوليس موبائل هم برآمد کړے شوے دے ولي چي پيښه کښي ککړ اے ايس آئي او نور پوليس اهلکار فرار دي او د نيولو لپاره ئي عمليات روان دي۔
ملکي وګړي کله ووژل شول؟
د کراچۍ په منګوپير سيمه کې د پوليسو د نه درولو له امله په موټر سايکل سپاره يو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی، دا پېښه د جولای په ۱۲مه رامنځته شوې وه.
د پېښې وروستو کورنۍ د پوليس سټېشن مخې ته د جسد په ساتلو احتجاج کړی او ويلي يې دي چې هاشم له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې په دوبۍ کې اوسېده او د واده لپاره کراچۍ ته راغلی و، چې د وژل شوي کس يوه مياشت وړاندې واده شوی و. له خپل ملګري سره زيارت ته تللى و، چې د راستنېدو پر مهال يې ونه درېد، پوليسو پر دواړو ډزې وکړې.
د پولیسو موقف
بل خوا پوليس د پېښې په اړه وايي، چې د پېښې په ځاى کې د پوليسو يو موبايل ولاړ و، چې موټرسايکل سپرو ته يې د درېدو اشاره وکړه، چې ونه درېده، پوليس په دې اړه تائيد کوي، چې د کومې پوستې او يا هم د پوليسو په ليکه موبايل د کومې څانګې اړوند و، ګمرک يې هلته بند کړی و.






