د اسلام آباد سيشن عدالت د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان او بشرې بي بي په ضد د نکاح تورونو مقدمه کښې د سول جج فيصله کالعدم ګرځولو تفصيلي فيصله جاري کړې ده۔
باغي ټی وی رپورټ
د محکمې لخوا په جاري شوي فيصله کې ويل شوي چې د درخواست کوونکي د اپيل د منلو په ترڅ کې د مئ په 13مه د سول جج فيصله لغوه کيږي او مقدمه يې د بني ګاله جوډيشل مجسټرېټ ته لېږلې ده.
په فيصله کښې وئيلي شوي دي چې د اسلام آباد د عدالت د دائره کار د درخواست کونکي په وينا سول جج د فيصلې ورکولو په وخت کښې قانوني ټکې په نظر کښې نه دي نيولې نو د پي ټي آئي د چيئرمېن او بشرا بي بي په ضد عدالت کښې درخواست دائر کړے شوے دے۔ د ملکي قاضي په اړه شخصي شکايت ثبت شو، عريضه کوونکي محمد حنيف د ملکي قاضي د پرېکړې پر ضد استيناف وکړ.
د عدالت په فيصله کښې زياته کړې شوې ده چې د لاهور کښې د واده د دستورې له وجې سول جج درخواست ناقابل سماعت ګرځولې دې ولې د سول جج د فيصلې له مخې د اسلام آباد د عدالت دائره اختيار نه جوړيږي. د واده نه وروستو د پي ټي آئي چيئرمېن او بشرې بي بي په بني ګاله کښې اوسېدې ولې د درخواست کوونکي په وينا چې پېښه چرته شوې او که د هغې اثرات دواړه د عدالت وړ دي۔
د محکمې د پرېکړې له مخې، پراسيکيوټر رانا حسن عباس د درخواست مخالفت وکړ او د سول جج پرېکړه يې وستايله، نو دا موضوع بېرته جوډيشل مجسټرېټ ته لېږل کېږي، جوډيشل مجسټرېټ دې د درخواست په اړه قانوني ټکو ته په پام سره پرېکړه وکړي.
د سیشن محکمې پریکړه
تيره ورځ د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالتونو د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د چيئرمېن په دوران کښې د عدت نکاح اړوند مقدمه اورولې وه۔
د مفتي سعید وینا
ياده دې وي چې د بشرا بي بي سره د پاکستان د تحريک انصاف د مشر عمران خان د واده په اړه د نکاح خوان بيان هم مخې ته راغلی چې پکې هغه اعتراف کړی چې د عدت خبره يې وروسته کړې وه، چې وروسته بيا عمران خان ته ولاړ. د خان او بشرا بي بي واده تازه شو.
د عمران خان او بشری بي بي د نکاح خان مفتي سعید وروسته په خپل بیان کې وویل چې د نکاح لپاره زه د لاهور په ډیفنس سیمه کې یو کور ته بوتلم چې هلته یوې ښځې ځان د بشری بي بي خور معرفي کړ او ویې ویل چې د نکاح لپاره ټول شرعي حکم لري. عمران خان او بشری بي بي د واده لپاره ازاد دي او وروسته مې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه واده وکړ.