FIA یو ایرانی تبعه نیولی چې په جعلي سفري اسنادو سفر کوي.

باغي ټی وی رپورټ
د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) د مهاجرت څانګې د کراچۍ په هوايي ډګر کې عملیات کړي چې په ترڅ کې یې یو ایرانی وګړی نیول شوی چې غوښتل یې په جعلي پاکستاني سفري اسنادو د کار لپاره قطر ته ولاړ شي.
د ایف آی اې له مخې د جاسم په نوم د مشکوک کس د موبائیل فون معاینې په مهال ډیټا کښې د ایراني تابعیت اسناد هم موجود وو.
د پلټنو پر مهال څرګنده شوه چې تورن کس د انساني قاچاقبر په مرسته د پاکستان سفري اسناد ترلاسه کړي وو.
FIA وايي، تورن کس تر نيول کېدو وروسته د نورو اقداماتو لپاره د FIA د انساني قاچاق ضد سرکل ته سپارل شوی دی.





