د لياري اوسيدونکو د بجلۍ لوډشيډنګ په ضد سخت احتجاج کړے او د K اليکټرک مرکزي دفتر باندي ئي حمله کړي ده۔
باغي ټي وي رپورټ
د لياري سيمې اوسېدونکو د دفتر کړکۍ په ډبرو او لښتو ماتې کړې او د دفتر بهر يې سي سي ټي وي کيمرې هم ماتې کړې دي.
د څو ساعتو احتجاج نه پس د اداری انتظامئی مذاکراتو او د لوډشیډنګ نه ختمولو په یقین سره احتجاج ختم کړے شو.
K اليکټرک وائي چې د لياري 38 فيصده علاقه د لوډشيډنګ نه مستثني ده په داسې حال کې چې د لياري په مختلفو سيمو کې ناداران د 10 اربه روپو نه زيات قرضدار دي.