باغي ټي وي رپورټ
MDIMF په یوه بیان کې ویلي چې د پور پروګرام د پالیسیو د نه عملي کېدو له امله د پاکستان داخلي او بهرنۍ مالي ذخیرې کمې شوي، د پالیسیو په دوام سره به دغه عدم توازن له منځه ولاړ شي.
کریسټالینا جارجیوا وايي، د سټنډرډ نوي انتظاماتو پروګرام په پاکستان کې د میکرو اکنامک ثبات راوستلو لپاره یو فرصت دی.
MDIMF د برېښنا د نرخ او قیمت په توازن ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پاکستان د انرژۍ په برخه کې اصلاحاتو ته اړتیا لري، د برېښنا په برخه کې د هدفي سبسایډي ښه کولو اړتیا ده.
MDIMF د پالیسۍ په نرخ کې د وروستي زیاتوالي هرکلۍ وکړ، د بانکدارۍ سیسټم د سختې څارنې او د ادارو د موثریت د ښه کولو غوښتنه کوي.
د یادولو وړ ده چې د پیسو د نړیوال صندوق اجرایوي بورډ د پاکستان د درې میلیارده ډالرو پور پروګرام تصویب کړ.
د نړیوال وجهي صندوق اجرایوي بورډ له پاکستان سره د سټنډرډ تړون تصویب کړی، چې له مخې به یې په سمدستي توګه پاکستان ته د یو میلیارد ۲۰ میلیونه ډالرو یوه قسط ورکول کېږي.
د اعلامیې له مخې، د نومبر او فبروري په میاشت کې به د بیا ارزونې وروسته 1.8 ملیارد ډالر ټاکل کیږي چې دا به د داخلي او بهرني عدم توازن په لرې کولو کې مرسته وکړي.










Leave a Reply