پيښور کښي د ګرمئ شدت زياتيدو له وجي ماشومان په مختلفو مرضونو اخته شوي دي۔

0
148

باغي ټي وي رپورټ

د پيښور دريو ټيچنګ هسپتالونو ته هره ورځ د 600 نه زيات ماشومان د ګيسټرو او نس ناستي له وجې راوړل کيږي چې پکښې دوه نه تر دريو پورې ماشومان ايستل شوي دي۔

د روغتیايي کارپوهانو په وینا هغه میندې چې خپلو ماشومانو ته شیدې نه ورکوي د هغوی معافیت کم دی.

د کارپوهانو په وینا، ګیسټرو د معدې او کولمو د التهاب یوه وژونکې ناروغي ده چې نښې یې سر درد، تبه، د معدې درد او کانګې دي.

د طبي کارپوهانو په وینا، د دې ناروغۍ اصلي لامل د ککړو اوبو کارول او ناسم خواړه دي.

د صحت محکمې د معلوماتو له مخې، په خېبر پښتونخوا کې هر کال له ۳۰ تر ۴۰ سلنه ماشومان په نس ناستي اخته کېږي، په داسې حال کې چې ۲۰ سلنه ماشومان د معدې په ناروغۍ اخته کېږي.

طبي کارپوهان وايي، چې په ګرمه هوا کې د متوازن رژیم په درلودلو، زیاتې اوبه څښلو او د میندو او پلرونو ترمنځ د پوهاوي له لارې ماشومان له ناروغیو ژغورلی شي.

Leave a reply