وزیراعظم شهباز شریف په ملګرو ملتونو کښې د صهیونیسټانو په سپکاوي سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې اسرائیل چې په فلسطینیانو د ظلم غرونه راټیټ کړي ،وايي چې په پاکستان کې ظلم روان دی.

باغي ټي وي رپورټ
اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شريف وويل چې که د نهې مې نېټې پېښه په اسرائيل کې شوې واى نو څه غبرګون به لرلې؟
ده ووئيل چې اسرائيل په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان په حق كښې بيان كړې۔
د اسراییلو وحشت په ټولیزو رسنیو کې دی: مصدق ملک
له بلې خوا د پاکستان د پټروليم د چارو وزير مصدق ملک هم په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې پر فلسطينيانو د اسراييلو له ظلمونو هر څوک پوهيږي او يو ريکارډ یدجوړ کړې ړې
مصدق ملک وويل چې رسنيو په فلسطينيانو بريد وښوده، په اسراييلو کې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، په اسراييلو کې سياسي لوبې کېږي، اسراييل بايد په خپله غېږه کې وګوري، ټوله ټولنيزه رسنۍ د اسرائيلو له وحشتونو ډکې دي، اوس داسې هېواد زموږ د بشري حقونو په اړه به تبصره وکړي.
وزيراعلي وويل کومو خلکو چې دقوم حفاظت کړى، دهغوي کورونه سوځول شوي، کله چې په دې معامله کې احتساب کيږي نو دې ته دبشري حقونو رنګ ورکول کيږي





