وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې دالله شکر دى چې مونږ په هر امتحان کې قائد نوازشريف سره يوځاى يو ګوند جوړ کړو.

0
167

باغی ټی وی رپورټ

خپل يو بيان كښې وزيراعظم ووئيل چې نه يوازې پاكستان بلكې د برتانيې د عدالتونو پرېكړې د دروغو د سوداګرو د هر سوال ځواب لري، چې تازه بېلګه يې د لاهور د احتساب عدالت د پلاټ الاټمنټ ريفرنس فيصله ده چې په دې كښې په ډاگه شوې ده۔ د نواز شریف سیاسي انتقام، په نښه شوی، قضیه نه، بلکې جوړه شوې ده.

ده ووئيل د مې د نهمې نېټې نه يوازې د پاكستان دښمنانو ګټه پورته كړې۔

د نواز شریف د برائت په اړه د مننې څرګندونه

تيره ورځ دپلاټ الاټمنټ ريفرنس کښې د نوازشريف په بريت باندې دخوښۍ څرګندولو په وخت وزيراعظم وئيلي وو چې داحتساب عدالت فيصله ددې ګواهي ورکوي چې نوازشريف په قصدي توګه په جعلي مقدمه کې اچول شوى ترڅو هغه ته سياسي زيان ورسوي، دا ددې ثبوت دى. نواز شریف د هغه وخت د انتقامي حکومت لخوا مفرور اعلان شو.

د احتساب عدالت فیصله

د لاهور احتساب عدالت د پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف د غير قانوني پلاټ الاټمنټ ريفرنس کښې د بري حکم جاري کړے دے۔

په پرېکړه کې ويل شوي، چې ريکارډ ښيي، چې نواز شريف د سياسي انتقام په موخه په نښه شوی، د هغه وخت حکومت د نېب چارواکي اړ کړل، چې د نواز شريف سياسي ژوند له منځه يوسي، د هېواد د درې ځله لومړي وزير نواز شريف شهرت له منځه ولاړ.

عدالت د نواز شريف او د هغه د 27 شيئر هولډرانو منجمد شوې جائيدادونه بحالولو امر وکړو او وې ويل چې د نيب مقدمه دې د جائيدادونو اپيل وخت ختميدو نه پس جاري کړے شي، د فيصلې کاپي دې د نيب چيئرمين او مرستيال ته استولې شي۔ د نیب لوی څارنوال.

Leave a reply