باغی ټی وی رپورټ
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (NDMA) په هېواد کې د وروستیو بارانونو په اړه راپور خپور کړی دی.
د NDMA د راپور له مخې، د جون له 25 راهیسې په ټول هیواد کې د بارانونو په جریان کې په پیښو کې 86 کسان مړه شوي دي.
د راپور له مخې تر ټولو زیاتې مړینې په پنجاب کې شوې دي، چې ۵۲ یې په خیبر پښتونخوا کې ۲۰، په بلوچستان کې ۶، په سند کې ۵ او په آزاد کشمیر کې ۳ پېښې شوې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې په ټول هېواد کې د ټپیانو شمېر ۱۵۱ تنه دی، چې ۵۶ نارینه، ۴۳ ښځې او ۵۲ ماشومان په کې شامل دي، په ټول هېواد کې ۹۷ کورونه او ۴۶ څاروي هم زیانمن شوي دي.










Leave a Reply