د پي سي بي مينجمنټ کميټۍ چيئرمېن ذکا اشرف او د اے سي سي صدر او د هندي بورډ سيکرټري جې شاه ترمينځه نن ملاقات کيږي۔

0
185

باغی ټی وی رپورټ

د هندي ميډيا له مخې د ذكا اشرف او جې شاه ترمينځه ليدنه د آئي سي سي غونډې په څنډه كښې شوې ده، د آئي سي سي د مشر ايګزيكټو غونډه نن په ډربن كښې پېل كېږي۔

د اسیا جام او ورلډکپ له مسلو وروسته به د پاکستان او هند لوړپوړي چارواکي د لومړي ځل لپاره سره مخامخ شي، په غونډه کې به د هند په کوربتوب نړیوال جام کې د پاکستان د ګډون پر مسلې خبرې وشي.

د ذکا اشرف او جې شاه ترمينځه ليدنه کښې به د ايشيا کپ د هايبرډ ماډل لاندې د ميچونو شمير زياتولو په اړه خبرې اترې کيدے شي۔

د دې تر څنګ به په سریلانکا کې د اسیا جام سیالیو د ځای په اړه هم خبرې وشي.

ياده دې وي چې تر دې وړاندې د بين الصوبائي رابطې کميټۍ وزير احسان مزاري وئيلي وو چې پاکستان د ورلډکپ ميچونه په بې طرفه ځايونو کې ترسره کوي په داسې حال کې چې پاکستان په ورلډکپ کې د ګډون لپاره د حکومت اجازت غواړي.

حکومت د دې پېښې د څېړلو لپاره د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري په مشرۍ یوه کمېټه جوړه کړې ده.

د یادولو وړ ده چې د اسیا جام سیالیو مهالویش لا نه دی اعلان شوی.

Leave a reply