د پيپلز پارټۍ سينيټر وقار مهدي د خالد مقبول صديقي خبري کانفرنس ته د ردعمل په مهال ويلي دي چې خالد مقبول ووايه چې ايم کيو ايم ولې د بلدياتي انتخاباتو ميدان پريښود؟

باغي ټي وي رپورټ
ده ووئيل د كراچۍ ښاريانو سياسي او سماجي آزادي ترلاسه كړې ده٬ هغه وخت تېر شو چې د كراچۍ ووټرانو ته ووئيل شول چې ستا رايه وركړې شوې۔
دپيپلز پارټۍ مشر وويل کله چې اتحاد نۀ وؤ نو هم پيپلز پارټۍ په کراچۍ کې موجود وؤ د١٩٧٠ء په ټولټاکنو کې پيپلز پارټۍ دکراچۍ څخه دصوبائي اسمبلۍ په ١٧ څوکيو کې ٩ څوکۍ وګټلې.
وقار مهدي وویل چې د پیپلز ګوند جیالې مرتضی وهاب د کراچۍ منتخب ښاروال دی او په راتلونکو عامو انتخاباتو کې به پیپلز ګوند د کراچۍ او حیدراباد ښارونو د خلکو په ملاتړ اکثریت څوکۍ ترلاسه کړي.






