د متحده قومي موومنټ پاکستان کنوینر خالد مقبول صدیقي ویلي هغه کسان چې د صوبو شمېر زیاتولو ته غدار وايي اصلي غداران دي چې صوبه د قوم د خوب په توګه ژوندي ساتل غواړي.

باغي ټي وي رپورټ
کراچۍ کې ميډيا سره خبرو کې ده وويل ايم کيو ايم يواځې صوبې يو انتظامي واحد ګڼي، مورې زمکه يواځې پاکستان ده.
د ايم کيو ايم مشر وئيلي دي چي د خلقو د ضرورتونو او آبادي په تناسب د صوبو شمير زياتول د وطن اصل دے.
هغه زياته کړه چې په پينځوؤ فيصده ميډيټ سره هيڅوک ديو ښار مالک نۀ شي جوړيدلى، چا چې پينځلس کاله دکراچۍ واک نۀ وي اخستى، هغه ته دکراچۍ واک ورکړل شوى دى، دپيپلز پارټۍ ښاروال د خلکو استازی نۀ دى. .






