وفاقي وزير ميا جاوېد لطيف وايي که رياست د نهم مې پېښې انصاف ترلاسه نه کړي نو نواز شريف ته به څوک انصاف ورکوي

0
73

باغي ټي وي رپورټ

په يو بيان كښې وفاقي وزير ميا جاوېد لطيف ووئيل چې په پوځي تاسيساتو بريد كوونكي آزاد دي، د ځمكې مور انصاف نه ترلاسه كېږي۔

ده ووئيل د نوازشريف د نااهلې كولو لپاره عدليه استعمال كړې شوې٬ په دې لړ كښې دې پلټنې وكړې شي٬ ذمه وار كسان دې عدالت ته راوستل شي٬ ادارې دې پخپله احتساب وكړي۔

د می 9 غمیزه

ياده دې وي چې د روان کال د مئ په نهمه نيټه د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د نيول کېدو وروستو د پي ټي آئي کارکنانو د ملک په مختلفو ښارونو کښې احتجاجي مظاهرې وکړې

د پي ټي آئي فعالانو د لاهور جناح هاؤس پشمول پوځي تاسيساتو، تاريخي ودانيو، حکومتي املاک او ګاډو ته اور ورته کړ.

Leave a reply