د بلوچستان په زندانونو کې د طبي اسانتیاوو د نشتوالي خبره په داسې حال کې شوې، چې د صوبې له ۱۲ زندانونو څخه ۱۰ یې ډاکټران نه لري.

0
101

باغي ټي وي رپورټ

د زندانونو د چارو د ادارې د چارواکو په وینا، د بلوچستان تر ټولو لوی جېل سنټرل جېل مچلغو په ګډون لس جېلونه د بندیانو د درملنې لپاره د ډاکټرانو اسانتیاوې نه لري.

يوازې د کوټې په ډسټرکټ جيل کې ډاکټران او ليډي ډاکټران دي او په سنټرل جيل کې ګډاني ډاکټران ټاکل شوي دي، په نورو ټولو جيلونو کې کمپانډران د بنديانو د درملنې دنده ترسره کوي.

بل لوري ته د بنديانو په شمېر کې د زياتوالي او د درملو په نرخونو کې د زياتوالي باوجود صوبائي حکومت د جيل محکمي ته د دوايانو لپاره ورکول کيدونکې فنډ له ٦٠ لاکه نه ٣٠ لکو ته راکم کړى دى.

سږ کال یوازې یو لاکه روپۍ خوشې شوې وې، د جیل چارواکو د دوایانو لپاره د یو نیم کروړه روپو سمری داخله محکمی ته استولی دی.

د بلوچستان هائي کورټ چيف جسټس مچ جيل کښې د ډاکټرانو په نه تقرر د خفګان څرګندونه کړې ده۔

Leave a reply